خلک دې وضعیت درک، بیا دې اقدام وکړي / بریالي ویاړ

comments 0

تاسو ګورئ چې ځینو سیمو کې خلک د سیاسیونو یا په اصطلاح د رهبرانو له لوري بې خایه کارول کیږي، داسې چې دا ډول حرکتونه د همدې ولس او هېواد په ښکاره زیان باندي دي، خو خلک پرې یا نه دي خبر، یا نه غواړي ځان خبر کړي.
تاسو د موازي حکومت د جوړولو او موازي ګمارنو لړۍ ګورئ چې دوام لري، دا ددې لپاره چې یو څو کسان باید حکومت کې سهم واخلي، خو خلک د دې سهم اخیستو لپاره د سپر او فشار په توګه کاروي.
داخلک چې نن د تقلب خبره کوي او د ټاکنو پایلې نه مني، که سبا یې وزارت، ولایت او سفارت ورکړ، تاسو به یې هیر یاست، خپل کار پسې به ځي.
دا کومه درواغ خبره نه ده، ښکاره خبره ده، ځکه دا خلک یو ځل نه، څو ـ څو ځل تجربه شوي چې ورته اقدامات یې کړي او بیا یې سپر کړی ولس شاته پريښی او هیڅ ډول پوښتنه یې نه ده کړې.
یواّځې منتخب ولسمشر د دې ولس په درد لګیدلی شي، بل هر څوک چې د دې ولس د تېر ایستلو هڅه کوي، ټول به نږدې راتلونکي کې د حساب کتاب میز ته کیني.
دلته دولت شته، نظام شته، سیستم شته، افغان دښمنه هېوادونه او کړۍ هڅه کوي چې له دې ډول جنجالونو د ځان په ګټه کار واخلي او ولس د نظام پر ضد راپورته کړي چې دا سیستم یانې جمهوریت له منځه لاړ شي.
په داسې حساس وضعیت کې دا ډول اقدامات او بغاوتونه افغانانو او افغانستان ته زیات زیان رسولی شي، خو دا چې ولس مو بیچاره دی، نه پوهیږي په دې ګډوډیو کې کاریږي او شخصي ګټې ترې اخیستل کیږي.
د سولې مذاکراتو ته له یوې ورځې بلې ته نږدې کیږو، په داسې وضعیت کې هر ډول بغاوت او ګډوډي طالبانو ته په ګټه تمامیږي، دغه راز نور افغان دښمنه هېوادونه ترې هم پوره ګټه پورته کوي.
افغانان د جرګو مرکو خلک دي او هر کله یې موضوعات د خبرو له لارې حل کیږي، دا اندیښنې هم بې ځایه دي چې ګنې دولت ساز ټیم به ټول حکومت تشکیل کوي او بل هیڅ ټیم ته به ځای او برخه نه ورکوي.
حکومت جوړښت به داسې وي چې ټول اقوام او خلک به پکې ځای ولري، خو اجرایه ریاست به نه وي او ټول به د یو کس (ارګ حاکم) تر حکم لاندې دندې اجرا کوي او د امر کولو ادرس به یو وي.
ځینې په دې فکر دي، یا یې فکر مشرانو همداسې ورجوړ کړی چې یو ټیم ټاکنې ګټلي، همغه ټیم به حکومت تشکیل کوي او نورو خلکو ته به برخه نه ورکوی، خو اصل کې دې خلکوته پيغام ناسم رسیدلی دی، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او ټول افغانان به مشترک په حکومت کې وي.
نو دا وضعیت حساس دی، خلک باید دا وضعیت درک کړي، تاسو به وګورئ چې همدا مشران به مو سهم واخلي، بیا به یې تاسو همدې حاکم او منتخب حکومت ته ناست یې چې بیا رغونه او پرمختګونه درته رامنخ ته کړي، هغه کسان به د تاریخ تورې څېرې وي چې دا ډول ګډوډي کوي.

Comments