خلکو له جګړو خواوو د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – ارزګان: په ارزګان کې ځایي سیمه ییز چارواکي وایي چې، د جګړې ښکېلې خواوې دې د دوی سرونو او مالونو ته پام وکړي.
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسواليو خلکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې ټول زیان دوی ته رسېږي.
یادو جګړه ځپلو د جګړې پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې تر خپلو منځونو کې دې سوله وکړي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا دا پړه پر وسله والو طالبانو ورغورځوي او وايي چې طالبان ملکي خلک د سپر په توګه کاروي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments