ختیځ کې د داعش ډلې ۲۰ تنه وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په اچین ولسوالې کې د ډرون په برید کې لږترلږه ۲۰ تنه داعشیان وژل شوي دي.
حضرت حسین مشرقیوال د ننګرهار پولیسو ویاند په یوي خبري ناسته کې رسنیو ته وویل: په دې بړید کې دداعش ترهګړې ډلې ۳ تنه پاکستاني قومندانانو په ګدون تر ۲۰ ډیر داعشیان وژل شوي دي.
داعش ترهګره ډله چې غواړې شمالې ولایتونو ته په افغانستان کې د خپل فعالیت لمن وغځولې په دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې سخت ځپل شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو ویاند ویلي دي چې طالبانو تیره ورځ په لعل پورې ولسوالۍ دوه راکټونه توغول دي چې په پایله کې د یوې میرمنې په ګډون ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په دې اړه بیا تر اوسه داعش ترهګړې ډلې څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply