ختیځ کې د امریکایي ځواکونو دوو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – کابل: رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تاییده کړې چې تېره ورځ د هېواد په ختیځ کې یو افغان سرتیري پر امریکایي سرتیرو ډزې کړي چې په پایله کې یې یو امریکایي سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر د وژل شوي عسکر د کورنۍ سره غمرازي کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
د مالوماتو له مخې، سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دا شپږم برید دی چې پر بهرنیو ځواکونو کېږي
خو خبرپاڼه کې بیا دا نه دي ویل شوي چې د برید کوونکي افغان سرتیري برخلیک څنګه دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د وژل شوي سرتېري په تړاو مالومات به وروسته شریک شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments