خاکریز کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملیاتو کې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول تورن محمد صادق عیسا وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کې درېيمې لوا ځواکونو عملیات تر سره کړي چې ښه پایله یې ورکړې ده.
د عیسا په خبره په عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د پوځ مسوولین وایي، خاکریز ولسوالۍ کې یې عملیات پيل کړي چې ګواښونه له منځه یوسي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply