خاکریز کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار په خاکرېز ولسوالي کې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، د ملي اردو ځواکونو د خاکرېز ولسوالۍ اړوند عاروق سيمه کې عملیات کړي دي.

علوي وایي، د عملیاتو پر مهال يې درې د یوه سیمه ییز طالب قوماندان محمود په ګډون درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دا عملیات د خاکریز ولسوالۍ د هغو کلیو د نیولو لپاره پيل شوي چې طالبان پکې فعالیت کوي.

د کندهار نورو ولسوالیو کې هم عملیات روان دي چې طالبان له سیمو وشړي او یا ووژل شي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments