خاکریز کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، د کندهار په خاکرېر ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو يو لوی بريد پر شاتمبول شوی دی .
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن يحیي علوي وایي، چې وسله والو تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ “دشاه غونډان” په سېمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر يوه مرکز ډله یيز بريد وکړ.
د علوي په خبره، د ملي اردو د ځواکونو په ځوابيه غبرګون کې لس تنه وسله وال ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول
علوي وویل، چې په جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments