خالد عملیات له لاس ته راوړنو ډک دي

comments 0

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت د خالد په نوم پيل شوي پسرلني علمیات له لاسته راوړنو ډک بولي.
دفاع وزارت وای، د پیل شویو عملیاتو څخه یې موخه په ټول هیواد کې د وسله والو ځپل دي.
دا وزارت د هیواد په ځیونو سیمو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره هم کوي چې په وینا یې عملیات یې تر ډیره بریالي دي او ګڼې سمي یې له وسله والو نیولي.
خلک عملیات اغیزمن خو ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې اندیښمن کړي.
ولسي خلک ځکه له عملیاتو ډار لري چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټيږي.
افغان ولسمشر بیا امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په هر قیمت وي، باید د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments