خالد: طالبان دې سوله وکړي،کنه و به ځپل شي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد تېره ورځ فاریاب کې د ملي اردو سرتیرو ته د خبرو په مهال وویل، که طالبان سوله ونه کړي، وبه ځپل شي.
خالد چې خپل لومړنی ولایتي سفر يې له فاریاب پیل کړی، هلته يې د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو وروستي عملیات ستایلي دي.
خالد ویلي: فاریاب کې به د امنیتي ځواکونو لا سمبالښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
بلخوا، فاریاب کې کومانډو ځواکونه په ۶ میاشتني لوژسټیکي موادو سمبال شول
د افغان ځواکونو هغه کتار چې د شبرغان ـ فاریاب د لویې لارې خلاصولو په موخه یې عملیات پیل کړي و، میمنې ښار ته رسېدلی دی.
شاهین قول اردو وايي، د لویې لارې په اوږدو کې يې ټولې سیمې له وسله والو پاکې کړي او فاریاب کې مېشت کومانډو ځواکونه يې د شپږو میاشتولپاره په لوژسټیکي توکو سمبال کړي.
د شاهین قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي ویلي: فاریاب کې يې د ایراني طالبانو په ګډون ددې ډلې له سلو زیات غړي وژلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments