خاضع: داعش ډله هڅه کوي غور کې مرګزونه ډیر کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – غور : د غور ولایت والي وایي چې له ویدیویي پیغام وروسته داعش ډله په دې هڅه کې دې چې خپل فعالیتونه دغه ولایت کې پراخ کړي.
غلام ناصر خاضع د غور والي تیره ورځ رسنیو ته وویل چې: «داعش ډله ډیر امکانات په لاس کې لړي او داعش ډله هڅه کوي خپل غړي دغه ولایت کې لا ډیر کړي».
نوموړي زیاته کړه چې «دغې موضوع په تړاو پلازمینه کابل په جریان کې دې خو تر اوسه پلازمینه په دې هکله لازمي اقدامات ترسره کړي نه دي».
نوموړې ادعا لري چې ډیرې داعشیان ننګرهار ولایت کې خپل لمړني روزنې لاسته راوړي او له هغه وروسته غور ته استول کیږي او دغه ډله خلکو ته پیسې ورکوي ترڅو خپل زامن د داعش ډلې لیکو ته واستوي خو په دې اړه نوموړي څه اسناد رسنیو ته وړاندې نکړل.
دولت وزیري بیا وایې: «چې مونږ اجازه نه ورکوو ترڅو داعشیان غور کې خپل پتنځایونو او مرکزونه فعال کړي او افغان امنیتي ځواکونه هر هغه ډلې ته غاښ ماتونکې ځواب ورکوي چې حکومت پر وړاندې سر پورته کړي».
دا په داسې حال کې دې چی تردې مخکې امریکا دداعش پر لوې مرکز ننګرهار کې د تولو بمبونو مور آزموینه یې وکړه چې ګن شمیر تلفات یې دغې ډلې ته واړول.
خو د امریکا متحده ایالاتو دغې آزموینه د نړي ځینو هیوادونه لخوا وغندل شو.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply