خاص ارزګان کې پر طالبانو هوایي برید

comments 0

هندوکش – ارزگان: د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالی کې هوایي برید اته طالبان وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي دي.
ارزګان کې د پوځ مسوولین وایي، بریدونه تېره شپه د کشفي راپور په اساس شوي دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عیسي وايي، افغان هوايي ځواکونو دغه بریدونه د طالبانو پر مرکزونو کړي دي.
ځايي خلکو ارزګان کې رسنیو ته ویلي چې په برید کې د طالبانو یو مهم قومندان هم وژل شوی دی.
د ارزګان د ترینکوټ اړونده سیمو کې هم ځمکني عملیات روان دي چې زیاتې سیمې له طالبانو نیول شوي دي.
عمران احمدزی

Comments