خاص ارزګان کې پر طالبانو برید شوی

comments 0

هندوکش – ارزګان: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو په یو مرکز هوایي برید کړی چې ۴ طالبان پکې وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د یادې ولسوالۍ بای تیمور سیمه کې د کشفي راپور په اساس شوی چې د طالبانو یوه ډله یې منځه وړې ده.
په هوایي برید کې د طالبانو وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه تللي دي. د اعلاميي په حواله، برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اووښتی.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply