حی علی الحساب:ایمل جلال

comments 0

په جلال آباد کې د کرېکټ پر لوبغالي تر وحشیانه برید وروسته یو شمېر اصلاحیان ددې پر ځای چې برید وغندي، ټینګار کوي چې تر هغه پورې چې د « امریکا اشغال» روان وي تر دې به لا وحشي پېښې وګورئ.

که مو پام کړی وي په اندونېزیا کې د علماو د کنفرانس پر مهال د حقانیه د مدرسې د مهتمم تر څرګندونو وروسته چې په افغانستان کې یې د سولې د نه راتلو یواځينی لامل د امریکا شتون بللی و، د «اشغال» ادبیاتو یو ناڅاپه د فکري تالیبانو، اصلاحیانو او نورو مخالفینو د اجندا په سر کې ځای ونیولو. د همدې اجندا پر اساس د فراه تر پېښې وروسته د تالیبانو پروپاګند دې حد ته ورسېد چې پرون یې افغان پوځ او پولیسو ته د «عمومی عفوې» ترنامه لاندې اعلامیه خپره کړه او الجزیرې ورته پوره کمپاین وکړ. ددې مقدمې نه مې مطلب دا دی چې تر دې وروسته به دا د «اشغال» کلمه ډېره واورئ. صرف دومره وپوهېږئ چې منشاء یې چېرې ده.

ددې لاندېنیو څو پراګرافونو اصلي مخاطبین هغه اصلاحي ماسټران او ډاکټران، فکري او ږیرکلي تالیبان او سیاسي اسلامپال دي چې غواړي د «اشغال» په ادبیاتو نظام وننګوي:
د یوې شېبې لپاره داسې انګېرم چې تاسې ریښتیا هم په خپل استدلال کې صمیمي یاست، پر افغانانو مو زړونه خوږیږي او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د اوسنیو فعالیتونو په پلمه نظام اشغال شوی بولئ. حل لارې او بدیلونه ورته لرئ. راځه دا به هم درسره ومنم! که یوې ساده پوښتنې ته مو منطقي ځواب راکړ، په خدای قسم چې ستاسې په صف کې اول زه د « اشغال» پر وړاندې غږ پورته کړم. پوښتنه دا ده:
مثلاً فکر وکړئ چې سبا کابل تاسې ونیولو، د اوسني نظام لپاره به ستاسې بدیل څه وي؟ په بل عبارت، د خپل راتلونکي نظام لپاره کومې اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، روغتیایي او کلتوري تګلارې لرئ؟ په یو بل ډانګ پییلي عبارت، د سیاست، تعلیم، روغتیا او کلتور دې بلا پسې شي، ددې ولس خېټې د کومې اقتصادي برنامې پر اساس مړوئ؟ ډېر نه یو راپور، یو مانیفیست او یا یوه عملي برنامه را په ګوته کړئ. زه به مو لاسونه مچې کړم.
تاسې خو شل کاله وړاندې د «اسلامي شرعي نظام» عملي تجربه هم لرئ. دا کار به ولې درته دومره سخت وي؟ تاسې تل تالیبي نظام د یوې نوستالژۍ په توګه یادوئ او ارمان یې کوئ. خو راځئ ستاسې د «اسلامي شرعي نظام» سیاسي تجربه به زه درسره شریکه کړم: ګورئ د سیاست او اقتصاد په تیوري ګانو مو سر نه خوږوم. سم دم د ۵ کلن تالیبي نظام پرمهال د خپلو سترګو لیدلی حال او خاطرې درسره شریکوم. که دروغ وایم نو د هغه مهال کابل مېشتي دې پر مخ لاړې را تو کړي. ورته تیار یم!
ما ستاسې د نظام اقتصادي برنامه په ماشوم ځان تجربه کړې. پوره ۳ کاله هره ورځ د سهار د لمانځه پر وخت له خیرخانې تر چهاراهي انصاري پورې پر بایسکل تللم تر څو د هغه کارت (کوپون) پر اساس له ټاکل شوي نانوای ۵ ډوډی واخلم چې (لشکر طیبه) دولتي مامورینو ته توزېع کړي و. زما پلار خوش چانسه و چې دا کارت ورته رسېدلی و. د (سپاه صحابه) او (لشکر جهنگوی ) د ډلو کارتونه بیا جلا و او د ښار په نورو ناحیو کې مامورینو ته ویشل شوي و. زموږ د کارت په پاسني ښي اړخ کې د امارت اسلامي ټاپه وه او په کیڼ اړخ کې یې د لشکر طیبه ټاپه. څو څو ځله پنجابیان به ناڅاپی راغلل تر څو د ډوډۍ ګراماژ کنترول کړي. که خدای نه غلطوي د سپاه صحابه نانوايان په مکروریانو او د لشکر جهنگوی په کارته پروان کې وو. دا زما او د خلکو لپاره ستاسې د «اسلامي شرعي نظام» د اقتصادي برنامې یوه کوچنۍ بېلګه وه.
اوس راځو شمېرو ته. د نړیوال بانک او آی اېم اېف په څېر د نړیوالو اقتصادي سازمانونو په ډېټابېس کې ستاسې د واکمنۍ د کلونو اصلاً ډېټا نشته. پوهېږئ دا څه معنا؟ دا کلونه د افغانستان لپاره د مطلق اقتصادي رکود په معنا دي. په بل عبارت، دا پدې معنا چې یو ملت بیخي د نړۍ له نقشې نه ویستل شوی وي. ستاسې د ملي بانک ریسان او د مالیې وزیران ټولو ملایان وو. پوهېږئ چې ستاسې پولي سیاستونه چا تنظیمول؟ پنجابي مشاروینو چې تاسې انصار بلل. تاسې په پاکستان کې د افغانيو د چاپ پرته بل هېڅ پولي سیاست نه درلود. ځکه خو انفلېشن یا مالي پړسوب دې حد ته رسېدلی و چې پېسې به مو په کانتیرونو او بیا بوجیو کې انتقالولې. پولي واحد مو د کلدارو په اساس عیار شوی و. ځکه نظامي بودیجه درته پنجابیانو جوړوله او عادي بودیجه د سعودي او اماراتو په پیسو د (رابطه العالم الاسلامیه او لجنته الدعوه) د استخباراتي موسساتو لخوا تمویلېدله. د انکشافي بودیجې خو لا درک هم نه و. داخلي عواید مو د اپینو او نورو کرنیزو محصولاتو نه د عشر او زکات راټول و چې یا مو بېرته په خپلو ملایانو ويشل او یا هم جبهې ته لېږل. اقتصادي شهکارونه به مو نور نه اوږدوم.
د بهرنۍ پالېسۍ په نامه خو څه نه درلودل خو د کورني سیاست او امنیت په اړه به درته یو څه در په زړه کړم. چې خبره لاندې باندې شي پدې افتخار کوئ چې زموږ په «اسلامي شرعي نظام» کې فساد نه و او امنیت ټینګ و. پورتنۍ اقتصادي تابلو په کتلو سره پېسې چېرې ستاسې وې چې فساد په کې وشي؟ د شتو پېسو لګښت کله ستاسې په لاس کې و چې فساد مو کړی وای؟ د پاکستان لخوا تاسې ته جلا شوې پېسې د لشکر طیبه، لشکر جهنګوي او سپاه صحابه د کانالونو درته راتللې. که فساد لټوئ په پاکستان کې یې باید ولټوئ. د امنیت تعریف تاسې ته چا غلط درښودلی دی. هغه څه چې تاسې ورته امنیت ویلو، په سیاسي اصطلاح کې ورته ترهه وايي. د ترههې او وېرې په واسطه سیاسي فشار ته امنیت نه واي. امنیت د دولت لخوا د هېوادوال د مالي او ځاني خوندیتوب تر څنګ د شخصي آزادۍ ګرنټۍ ته وايي. دا د خلکو او دولت ترمېنځ د متقابل باور او همکارۍ په واسطه رامنځته کیږي، نه د خلکو ترمېنځ د وېرې او ترههې د خپرولو په واسطه ده. قصاصونه او د حدودو جاري کول د غریب د بچیانو لپاره وو. بیا به مو لاسونه او سرونه په چوکونو را ځوړندول تر څو خلک ترې عبرت واخلي. ستاسې خپلواکي مو حتا د جنګ په میدان کې هم ولیدله چې تاسې پرې نازېږئ. ځئ د ډاکټر نجیب قتل به درته نه یادوم. هغه خوستاسې په اند واجب القتل و. په شمالي کې ستاسې جنګي جنایات هم درته نه یادوم. خو په دره صوف او یکاولنګ کې د ملکیانو نسل وژنه مو په یاد ده؟ حتا پدې پېښوعادي تالیب جنګیالیو هم خواشیني ښودله خو د لشکر جنهګوي او سپاه صحابه اورپکو د پاکستان د شیعه ګانو غچ د افغانستان د شیعه ګانو واخیست. آیا تاسې ددې جنایاتو په تور څوک محاکمه کړ؟ یا لږ تر لږه مو بښنه وغوښتله؟
د ټولنې سره ستاسې یواځینۍ اړیکه د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په واسطه وه. نور مو د ټولنې په کار کې کار نه درلود. ستاسې د تعلیمي، روغتیاییي او کلتوري برنامو او پالیسو په اړه به هېڅ نه وایم. خدای شته ستاسې پر ځای زه پرې شرمېږم. یواځې چې د بودا مجسمه را یاده شي زړه مې درنه تور شي.

تصادف ته به سیاست کې ځای نشته. ستاسې اقتدار هم تصادفي نه و. تاسې خو به پدې باور یاست چې ملا عمر مو د یو موټر سایکل سره د الهي نصرت په واسطه کندهار او د څو ډاټسنو سره ننګرهار او کابل ونیولو خو د پردې تر شا ستاسې د رامنځته کېدلو په سیاسي علت د پوهېدلو لپاره زیاتو تحقیقاتو ته اړتیا نه لرئ. د اوس لپاره همدومره کافي ده چې د بېنظیر بوټو او پروېز مشرف خاطرات ولولئ. په ورته ډول ستاسې د اقتدار ړنګېدل هم تصادفي نه وو. د سپتمبر ۱۱مه یوه بهانه وه خو په اصل کې د پاکستان او عربو لپاره ستاسې د شتوالي اقتصادي او سیاسي مالیت تر هغه ډېر زیات شو چې پخوا مو په افغانستان کې ورته ګټې خوندي کړې وې. په بل عبارت، ستاسې د مصرف وروستۍ نېټه پای ته رسېدلې وه. ځکه مو په ۲ میاشتو کې ټغر ټول شو.

د لیکنې په سر کې مې له تاسې غوښتنه کړې وه چې د اوسني «اشغال شوي» نظام د بدیل لپاره کومه برنامه لرئ؟ که همدغه برنامه او پالیسي چې ما پورته درته تشرېح کړه بیا په نظر کې لرئ نو ستاسې نظام در اوسني نظامه زر ځله غلام و. او که د داعش په څېر کومه نوې برنامه، پلان، پالیسي او د سیاسي نظام مانیفېست لرئ هم راته ووايئ.
ستاسې د ځواب په تمه!

Comments