حیراتانو کې نښته شوې

comments 0

هندوکش – حیرتان: په حیرتان بندر کې د سرحدي پولیسو د کمیسار او د امنیت رییس ترمنځ وسله واله نښته شوې.
سرچینې وایي، د سرحدي پولیسو کمیسار حبیب الله ګذر او د امنیت رییس سعید محمد نور ترمنځ دغه نښته تېر ماښام شوې ده.
د مالوماتو له مخې دغه نښته مرګ ژوبله هم لري، خو کره شمېره یې نه ده مالومه.
تر اوسه دا هم نه ده مالومه چې ولې په حیرتان بندر کې د دوی ترمنځ وسله واله نښته شوې.
امیر حسین سلجوقي

Comments