حکومت: زیات شمېر خوشي شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته تللي

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ په هېواد کې د جګړو د ډېرېدو په تړاو په قطر کې د طالبانو پر مشرانو انتقاد کړی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، چې راپورونه ښیي زیات شمیر هغه طالبان چې د حکومت له زندانونو خوشې شوي، بېرته جګړو ته ورغلي دي.
صدیقي زیاته کړه: “د تاوتریخوالي او ترورېستي بریدونو د دوام مسؤلیت د طالبانو دی، په تېره بیا په قطر کې د دې ډلې مشران‌ یې مسؤل دي، ځکه دوی په هغه ژمنه چې په لومړي سر کې یې کړې وه، عمل نه ‌دی کړی.”
دا څرګندونې په داسې مهال کې کیږي چې وسلوالو طالبانو د سولې خبرو سره سم جګړه کې شدت راوستی او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، طالبانو ژمنه کړې وه چې د سولې خبرو د پیل سره به جګړه کموي او اوربند به کوي خو برعکس طالبانو نه اوربند وکړ او نه یې تاوتریخوالی کم کړو، ښه بېلګه یې د هلمند جګړه ده چې طالبانو په ډله ییز ډول په لښکرګاه ښار بریدونه وکړل خو افغان ځواکونو یې بریدونه له ماتې سره مخ کړل او پکې وسلوالو طالبانو درنه مرګ ژوبله واوښته.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments