حکومت د لمریزې برېښنا څلور پروژې منظوري کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د مالې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت د پالیسۍ رییسې لېمه خرم خبریالانو ته وویل، چې د دغو پروژو لګښت به ۱۶۰ میلیون ډالره دی.
د بادي برېښنا یوه پروژه هرات کې ده چې ۲۵ میګاواټه، بله د ۴۰ میګاواټه لمري برېښنا پروژه مزار او بله هم ۲۵ میګاواټه لمري برېښنا هرات او بله هم د اوبو پر سر شل میګاواټه برېښنا تختې نغلو کې نصبېږي.
د هغې په خبره، دا پروژې د عامه مشارکت برخه دي، چې د حکومتي او خصوصي سکتور په مټ پلې کېږي.
ځکه مشارکتي پروژې بلل کېږي چې حکومت یې ملاتړ کوي او خصوصي سکتور پکې پانګونه کوي.
تېر اګسټ کې افغان حکومت او یوه اماراتي شرکت په افغانستان کې د درې زره میګاواټه لمريزې برېښنا د تولید لپاره خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دې پروژه کې پانګونه او وخت او د لمري برېښنا تولید ځای ته په پام سره توپیر لري.
افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبره، دغه هېواد د دې اړتیا لرې کولو لپاره دا مهال له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان نږدې دوه زره میګاواټ برېښنا تولیدوي چې له درې سوه میلیون ډالرو ډېر لګښت لري.
د دې وارداتي برېښنا سربېره د افغانستان د برېښنا کلنی کورنی تولید هم د ۲۸۰ او ۳۲۰ میګاواټ ترمنځ اعلان شوی دی.
دې کې څلور سلنه برېښنا د حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې د اوبو بندونو له خوا تولیدېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments