حکومت: د جګړې پای ته رسیدل د ولس او حکومت ګډه هیله ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: په داسې حال کې چې د حکومت له زندانونو د طالبانو د بندیانو د ازادۍ لړۍ روانه ده، د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، طالبانو ته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه دی ورپاتې.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو پینځه کسیز پلاوی په کابل کې دی او د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر جزئیات څاري.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د جګړې دوام نور جواز نه لري.
مینه پال زیاته کړه: “د بندیانو د خوشې کېدو سره د افغانستان د خلکو غوښتنه چې د افغانستان حکومت یې پر دې مکلف کړی چې ټینګار ورباندې وکړي، اوربند دی او د افغان وژنې درېدنه ده.”
د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو تر ۲۰۰۰ بندیان له بګرام، د پلچرخي له زندان او د ملي امنیت له توقیف ځايه خوشې کړي دي.
په ملي امنیت شورا کې د سولې د چارو مشر انتظار خادم وویل چې د طالبانو د نورو ۱۰۰۰ بندیانو پر خوشې کېدو هم کار روان دی.
هغه وویل چې د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل د سولې پر لور مهم ګام دی او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل وخت نږدې دی.
انتظار خادم زیاته کړه: “موږ هر طالب ته غاړه ورکوو، موږ د ورور په سترګه ورته ګورو، دا چې موږ طالبان خوشې کوو د سولې په نیت یې خوشې کوو، دا محاسبه شوی خطر موږ منلی خو د سولې په نیت موږ دا خطر په غاړه اخیستی دی.
دوا خان مینه پال او انتظار خادم دواړو په یوه خبره ټیګار کوي وایې چې د جګړې پای ته رسېدل د حکومت هیله او د ولس غوښتنه ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments