حکومته د هويت جګړه مهار کړه: نثار احمد احمدي

comments 0

افغانستان چي د څلوېښتو کلونو راهيسي د جګړې په ډګر بدل سوی، ورځ تر بلي پکښې د نوو اختلافاتو فصلونه غوړېږي. د سرونو د پرېکولو، د عامه بنسټونو د ورانولو او د ښارونو د نړولو دا جګړه چي له کلونه – کلونه راهيسي دلته روانه ده، اوس د پای نېټې ور نيژدې سوې ده.

افغانستان له يوه برباد جريانه يوه اباد جريان ته ورستنېږي. د سيمي حالات خپله ګواهي ورکوي چي جغرافيه پر بدلون راځي، که داسي ونه سي، د جګړې په لمبو سوځلی افغانستان له جګړې ځان راباسي، د خودمتختارۍ او خپلواکۍ پر پښو درېږي.

کله چي له جګړې څخه د افغانستان د خلاصون، او د اقتصادي استقلاليت ليدلي خوبونه په رښتيا بدلېدو راغلي، د سيمي استخباراتو يوه برخه قومي توندلاري حمايت کړل، او د دوئ په مرسته يې د مليت او قوميت شخړي را ولاړي کړې. دا ډېر د تعجب ځای دی چي له سلګونو کلونو وروسته يوه ډله خلک پر افغانيت پښېمانېږي، او دا نوم يواځي په پښتون قام پوري تړي.

زما بحث پر برېښنايي تذکرو دی، هغه پروژه چي پر ۲۰۰۸ کال د مخابراتو وزارت لخوا ډيزاين او پر ۲۰۱۰ کال د عملي کولو لپاره GTR موسيسې ته وسپارل سوه. اته کاله تېر سوي چي تراوسه نه افغانانو ته برېښنايي تذکرې ووېشل سوې، نه يې د منځپانګي په تړاو راپورته سوي لانجې پای ته ورسېدې. د ټکنالوژۍ په نني پېر کي برېښنايي تذکرې د افغانستان لپاره خورا ډېري مهمي دي.

افغانستان له بده مرغه داسي يو هېواد دی چي تراوسه د خپلو اتباعو کره شمېر ورته مالوم نه دی. دا، خو بېخي نه ده ورته مالومه چي نرينه مو څومره دي، او ښځينه مو څومره دي. په نورو هېوادونو کي د نفوس شمېرني دا رقم خورا مهم دی. کله چي موږ ته د خپلو وګړو کره شمېر مالوم نه وي، زموږ سياسي او بشري حقوق هم خوندي نه دي.

د برېښنايي تذکرو پر مټ افغانستان ته د خپلو اتباعو کره شمېر مالوميږي، د کمپيوټري پاسپورټ په ډول د کمپيوټري تذکرې څښتن کېږي، د افرادو په پېژندنه کي مرسته کوي، د غلو او جاسوسانو په پېژندلو کي مرسته کوي، د موټرونو تثبيت کوي، ، په ټاکنو کي د درغليو مخه نيول کېږي، او پر لسګونو نورو ښېګڼو دا هم ورته جوتېږي چي څومره نرينه لرو او څومره ښځينه لرو. مګر اوس اصلي بحث دا دی چي د دې ملي بهير پر وړاندي خنډماران څوک دي، ولي دې کار اته کاله ځنډ ونيو؟

د افغانستان دغه ملي بهير په هېواد کي دننه قومي توندلارو او متعصبينو درولی دی. د دوئ تر شا د سيمي د هېوادنو ملاتړ ورسره دی. چاچي د برېښنايي تذکرو د وېش پر وړاندي خنډ جوړ کړی، دا نه اساسي قانون مني، نه د افغانستان جغرافيه مني، او تر ټولو بده يې دا ده چي افغانيت(ملي هويت) نه مني. وګورئ څومره د شرم خبره ده چي له سلګونو کالو وروسته دغه خلک پر افغانيت پښېمانېږي.

دلته د پړې ګوته حکومت ته نيول کېږي چي د داسي خلکو له امله يې د هېواد يو ملي بهير ځنډولی چي حتی له افغانيته انکار کوي. کومو کسانو چي د دې پروسې لپاره خنډ جوړ کړی، هغوئ په دې نظر دي چي ډېورنډ يو رسمي سرحد دی، د کرښي ها غاړه خاوره نه د افغانستان ده، او نه د افغانستان وه. کله چي بحث ورسره وکړې چي دا يوه سل کلنه حقوقي دعوه ده، سمدلاسه وايي، بدخشان او هغه ته ور څېرمه خاوره، خو هم د تاجکستان ده، چي افغانستان غصب کړې ده.

شخصاً زما سره په بحثونو کي څو کسانو د بدخشان نيمه خوا او هغې ته پرته خاوره د تاجکستان ګڼلې ده. اوس يې خپله و ارزوئ دا خلک چي بدخشان د تاجکستان ګڼي، د افغانستان پر جلا سوې جغرافيه چي لانجه يې لا پر خپل ځای پرته ده باور نلري ، نو دا دي څوک؟؟

دوئ په قومي جګړه پيل کړی دی. داسي جګړه چي د نورو په دستور يې حمايت کېږي، او مشوره ورکول کېږي. دلته حکومت مسئوليت او مکلفيت لري چي سمدلاسه د برېښنايي تذکرو بهير پيل کړي. حکومت په دې کار سره خپل حيثيت ته لوی زيان رسولی دی. دلته بله ستونزه دا ده چاچي له افغانيته انکار کړی، د هغوئ يوه برخه يې په حکومت کي غټ چارواکي دي.

د دې تر ټولو وروستۍ بېلګه د برېښنايي تذکرو د ځنډ په ملاتړ د ډاکټر عبدالله عبدالله دريځ و چي ويل ښه دی چي دا پروسه درېدلې او بايد د ټولو خلکو نظرونه پکښې واخيستل سي، تاسو فکر وکړئ د ډاکټر عبدالله عبدالله له دې خبري هدف څه دی، دی کوم خلک يادوي، او د چا د نظرونو لپاره د دې پروسې د ځنډ ملاتړ کوي؟

حکومت له يوه طرفه د ټاکنو پر شفافيت ټيڼګار کوي، بل طرف ته خبر ورکوي چي رايه اچونه به د تذکرو له لاري کېږي، او دريم طرف يې دا دی چي تراوسه يې د تذکرو د وېش توانايي نه ده پيداکړې. ټول قومي بحثونه، او شخړي بايد شاته وغورځول سي، او سمدلاسه دي د تذکرو وېشنه پيل سي. حکومت دي، خپل حيثيت ته زيان نه رسوي، د افغانانو لس کلن انتظار دي، پای ته ورسوي، او تذکرې دي ورکړي.

Comments

Leave a Reply