حکمت کرزی چین ته تللی

comments 0

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی چین کې دی او د افغانستان سولې پروسې په ګډون د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې درې اړخیزې ناستې ته چمتووالی نیسي.
د بهرنیو رسنیو راپور له مخې دغه غونډه د چین په پلازمېنه بیجینګ کې جوړه شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند ویلي چې په دغه غونډه کې پاکستان د افغانستان د سولې او ټيکاو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
دا ناستې د هغو ناستو په تعقیب دي چې تېر کال په مري او اسلام اباد کې جوړې شوې وې.
که څه هم دا ناستې د پاکستان د نه همکارۍ له کبله دریدلې وې،خو چین یو ځل بیا په خپل منځګړتوب پیل کړي او تمه شته چې پایله به ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments