حکمت کرزي له کویتي چارواکو د ژمنو غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال پر خپل ټویتر پاڼې لیکلي چې کویتي چاواکو سره یې پر بیلابیلو موضوعات خبرې کړي دي.
نوموړي په خپل ټویتر پاڼې کې ویلي چې، په کويټ کي یې له چارواکو سره اغيزمني خبري کړي دی.
حکمت خلیل کرزي پرون جمعه پر خپل ټويټر ولیکل چي په کويټ کي له چارواکو سره یي د افغانستان پر وضعیت ږغيدلی او د روغتیا، معارف او انرژۍ په برخه کي یي د مرستي غوښتنه کړې ده.
حکمت خلیل کرزي په یوه بل ټویټ کي لیکلي چي کويټ به ډير ژر په کابل کي خپل سفارت هم پرانیزي.
د کويټ ګاونډی هيواد، سعودي عربستان به روانه اونۍ د دیني عالمانو د غونډي کوربه وي چي د افغانستان پر سوله به خبري په کي وسي.
د دې غونډي دقیقه نيټه نه ده اعلان سوي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments