هندوکش – هرات: د هرات پا جامع جومات کې د یوې غونډې بر مهال ښاغلي حکمتیار وویل، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان لپاره مهمې او برخلیک ټاکونکې دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل، که راتلونکي ولسمشریزې تاکنې کی درغلۍ ونشي نو په هېواد کې د مثبت تغیر تمه شته.
د نوموړي په وینا، حزب اسلامي غړي به د عادلانه او رڼو ټاکنو لپاره غږ اوچت کړي
نوموړي زیاته کړه، تمه لرو چې په نږدې راتلونکې کې مثبت او لوی تغیر راشي او د افغانستان حالات مثبت لوري ته ولاړ شي.
نوموړي چې زړګونو کسانو ته هرات کې وینا کوله زیاتې کړه،چې هرات ته د سولې له پيغام سره راغلی یم او غواړم او غواړم چې د هرات ټول خلک د سراسري سولې د پيل الگو شي.
نوموړي دا هم وویل چې زه په خپله د نوامندۍ اراده نه لرم، ځکه د سیمی او ندۍ یو شمیر هیوادونه ما سره موافق نه دي.
سولې پروسې سره له یوځاې کیدو وروسته د نوموړي دغه هیواد دننه لومړنې سفر دې چې باستاني هرات نه یې پیل کړې دې، ولیدل شي چې دغه لړي به ادامه پیداکړې او که نه.
امیر حسین سلجوقي
حکمتیار: ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي پرته د مثبت بدلون هیله شته

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.