حکمتیار: داعش ډله د ایران قوي ملاتړ ځان سره لري

comments 0

هندوکش – پروان: پروان کې د یوې غونډه پر مهال د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د داعش ډلې له لوري وروستي بریدونو په تړاو وویل چې، داعش ډله د ایران قوي ملاتړ له ځان سره لري.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تیره ورځ پروان کې خپلو راټولو شویو سلګونو مینوالو ته وینا وکړه او په مختلفو موضوعاتو یې خپل لیدلوری خلکو ته وړاندې کړ.
نوموړي د بریښنایي تذکرو له ویش څخه ملاتړ څرګند کړ او د ملي یووالي د حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې باید په دې برخه کې خپل ټول جنجالونه یوې خوا کړي او د دې پروسې ملاتړ وکړي.
نوموړي په دغې غونډې کې داعش ترهګره ډله په دریو برخو وویشله او وی وېل، یوه برخه یې له عراقه راغلې، بله ډله یو شمیر پخواني طالبان دي او دریمه ډله چې د ده په آند تر ټولو خطرناکه ده، حکومتي داعشیان دي چې د حکومت له ادرسه خړوبیږي، خو نوموړي په دې تړاو نور وضاحت ورنه کړ.
حکمتیار همدارز وویل چې د حکومت مشران دې نور د خپل ملت پر حوصله لوبې نه کوي او په خبره یې چې اوس هغه وخت تیر شوی چې څوک د زور له لارې واک ته ځان ورسوي.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه، “یو شمیر سفارتونه دي چې سر له اوسه یې په ټاکنو کې تقلب ته مټې رابډ وهلې، موږ په ټاکنو کې د بهرنیانو لاس وهنه نه شو زغملی.“
حکمتیار ټینګار وکړ چې که حکومت د ۲۸ احزابو غوښتنه ومني او پارلمان د احزابو پر اساس وټاکي ډیری خلک به ونډه په کې ولري.
نوموړي وویل؛ “ تر هغو به مبارزه کوو تر څو مو چې د اسلام شین بیرغ پر ټول هیواد نه وي رپولی.“
د هغه په خبره، چې د تضعیف لپاره یې د سیاسي رقیبانو هڅو کوم رنګ نه درلود، خو چمتو دي ترڅو خپل رقیبان هم په څنګ کې ومني .
حکمتیار وویل، لکه څنګه مو چې په جګړو کې خپل مخالفین مات کړل، د سولې په ډګر کې هم هغوی ماتوو.
هغه له خلکو وغوښتل چې د رایي مرکزونو ته ولاړ شي او د ده په اصطلاح مجاهدینو ته خپله رایه ورکړي.
عبید رادپور

Comments