حکمتیار: خراسانیان د ایران لپاره کار کوي

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: د حزب اسلامي مشر ویلي، پر خراسان د افغانستان نوم بدلوونکي ډلې او کسان د ایران ګټو ته ژمن دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ويلي، خراسان د ایران ښار دی او هغه کسان چې د خراسان غوښتونکي او له افغانیت منکر دي، باید سخته سزا وویني.
حکمتیار ویلي، حکومت کې په لوړه کچه اختلافونه دي چې زیان يې یوازې افغان ولس ته رسېږي.
د حزب اسلامي امیر همدا راز له حکومت غوښتي چې ټاکنې په خپل وخت او رڼې ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments