حيرتان سوداګريز بندر پرانيستل شو

comments 0

هندوکش – بلخ: بلخ ولايت کې حيرتان سوداګريز بندر له پنځه ورځني تړل کېدو وروسته تېره شپه بېرته د سوداګرو او تجارتي اموالو پر مخ پرانيستل شو.
له دې سره هم مهاله مزار شريف کې د ټاکنو ولايتي دفتر مخکې درول شوې خيمه هم ټوله شوه او د ياد کميسيون ولايتي چارې هم بېرته پيل شوې.
شمال کې د حيرتان او آقينې بندرونه او همدا راز په ځينو ولايتونو کې ټاکنيز دفترونه هغه مهال د جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کونکو لخوا وتړل شول، چې فارياب کې د جنرال دوستم استازی نظام الدين قيصاري ونيول شو.
بلخ کې د جنبش ګوند ولايتي مسول او د معترضينو يوه سرلاري سيد شمس الدين سادات وويل، چې تېره شپه يې حيرتان بندر ته ورغلې لار بېرته پرانيستله.
نوموړي زياته کړه چې د اعتراضونو يوه غوښتنه يې هيواد ته د جنرال دوستم راستنېدل و، چې بلاخره يې دا خواست ومنل شو.
هغه وايي، په هماغه شېبه په شمالي ولايتونو کې معترضينو خپل لاريونونه ودرول، کله چې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم يې د پای ته رسېدو غږ وکړ.
په ورته وخت کې د بلخ د سوداګرۍ او صنايع رياست مسولين هم په شمال کې د سوداګريزو بندرونو بېرته پرانيستل کېدل د سوداګرو لپاره مهم زيری بولي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايوي مير نصير احمد قاسمي زياتوي چې د يادو بندرونو په خلاصېدو سره به بېرته سوداګري عادي حالت ته راشي او ورسره به د خلکو ستونزې هم راکمې شي
عاطفه مصمم

Comments