حوثیانو پر سعودي یوځل بیا توغندي توغولي دي

comments 0

15 Views

هندوکش – سعودي: سعودي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې تیره ورځ ماښام د سعودی عربستان په پلازمينه رياض كې د درې زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د رسنیو په وینا، دا چاودنې د هغو توغنديو وې چې په يمن كې د حوثي جنګياليو لخوا د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض توغول شوي دي.
د الاخباريه ټلويزيوني كانال څرګنده كړه چې توغول شوي توغندي د رياض په هوايي حريم كې د سعودي عربستان د هوايي دفاعي سيستم لخوا په هوا كې له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه پورې د موضوع په اړه رسمي مقاماتو څه نه دي ويلي.
د سعودي عربستان مقاماتو پخوا ويلي و چې د مارچ د مياشتې په ۲۵مه نېټه په يمن كې د حوثي جنګياليو لخوا پر سعودي باندې د بالستيكي توغنديو بريد شوى و چې د هوايي دفاعي سيستم لخوا محوه شو خو د ځينو چرو له امله يو تن مصري خپل ژوند له لاسه وركړى و.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان توغندي توغولي چې له امله یې زیات شمیر خلک وژل شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments