حنیف اتمر کابل کې د روسيې له سفیر سره ولیدل

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې د ملي امنیت سلاکار له روسي سفیر اکساندر مانتیسکي سره دوو اړخیزو همکاریو په هکله خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر روانو سیاسي او امنیتي چارو خبرې وکړې.
خبر پاڼه زیاتوي چې دې لیدنه کې د سیمې د ثبات او امنیت د ښه والي په موخه یو بل سره تفصیلي بحث هم شوې دې.
خبرپانه کاږي چې، دواړو لورو د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د همکاریو د پراختیا لپاره یې خپل چمتوالي په ډاګه کړل.
لیدن کې د روسې سفیر اکساندر مانتیسکي روسیې کې د افغان محصلینو په اړه هم خبرې کړې او نوموړي زياته کړې چې، د روسیه به د افغان محصلینو د روزنې لړۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې افغان او روسي لوړ پورې چارواکي په داسې حال کې لیدنه کوي چې روسیه افغانستان کې د امریکا پراخ شتون نشي زغملاې او په دې هڅه کې ده چې افغانستان کې د امریکا شتون کچه تیټه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply