حنیف اتمر پاکستاني چارواکو سره خبرو لپاره اسلام آباد ته روان دئ

comments 0

7 Views

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر لوړ پور چارواکي په توګه اسلام آباد ته روان دئ.
د خبر پاڼې پر بنسټ، یاد سفر کې محمد حنیف اتمر سره نور لوړ پوړي نظامي پلاوې هم ځې چې پر امنیتي موضوعاتو خبرې کوي.
د ارګ خبرپاڼه وايي چي ښاغلي اتمر د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په بلنه اسلام اباد ته ځي او د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عباسي سربېره د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره به ليدنه وکړي.
که څه هم افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي ښې نه دي خو اتکل کیږي چې د ښوو اړیکو تینګولو په موخه دغه سفر ترسره کیږي.
یاده دې وي چې تردې وړاندې افغانستان څو ځلي پر پاکستان تور پورې کرې چې له ترهګرو ملاتړ کوي او پاکستان کې شته ترهګرو ډلو ته پټنځایونه برابروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments