د ملي امنيت شورا سلاکار د مسکو په امنيتي ناسته کې د ګډون په خاطر روسيي ته ولاړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د مسکو په امنيتي ناسته کې د ګډون په خاطر روسيي ته تلی دی. په دې ناسته کې به ګدونوال د نورو موضوعاتو ترڅنګ د داعش ډلې پر فعالیتونو او مخنیوي بحث وکړي. د امنیت شورا د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپل د روسي سیال په بلنه په روسيه کې په هغه غونډه کې ونډه اخلي چې د نړۍ پنځه ویشتو هیوادونو لوړپوړي مسولین به پکې وي او ياده ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.» په دې ناسته کې به سيمه ایزه همکاري او له داعش سره مبارزه د بحث وړ موضوعات وي. ويل کيږي اتمر به د ناستې په څنډه کې د چین، ایران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان د امنیت شورا له سلاکارانو سره هم وګوري.

Comments

Leave a Reply