فاریاب کې پر طالبانو مرګونی برید شوی

comments 0

هندوکش – فاریاب: شمال کې د پوځ مسوولین وایي، فاریاب کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسول نصرت الله جمشېدي وايي، تېره شپه د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
جمشیدي زیاته کړه چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د فاریاب ولایت په غورماچ او قیصار ولسوالیو کې ور اوښتې او همدا راز یوه اندازه وسلې هم افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د شاهین قول اردو ویاند زیاتوي چې په قیصار ولسوالۍ کې یو حلقه ماین هم کشف او خنثی کړای شوی دی.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply