حمدالله محب په دنده پيل وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو.
تیره ورځ د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار محمد حنیف اتمر ولسمشر محمد اشرف غني ته خپله استعفا رسماً وړاندې کړه او ولسمشر منظور کړه.
ارګ وایي، له هغې وروسته چې د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار استعفاء ورکړه او ولسمشر ومنله، نو په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ملي امنیت شورا د سلاکار په دنده وګمارل شو.
حمد الله محب په ۱۹۸۳ کال په ډسامبر کې په کابل کې زیږیدلی دی او په بریټانیا کې یې د کمپیوټري سیسټم انجینرۍ برخه کې زده کړه کړې ده.
ښاغلی محب په انګلیسي، پښتو، فارسي، اردو او هندي ژبو خبرې کولی شي.
محب الله د انګلستان په برونل پوهنتون کې د لیسانس او دوکترا سندونه هم اخیستي دي.
هغه د برونل په پوهنتون کې د پروفیسور د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او د نري – ډي تصویري اړیکو مطالعې برخه کې د دوکترا سند لري.
حمد الله محب د افغانستان امریکایي پوهنتون کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ برخه کې تدریس کړی او همداشان دغه پوهنتون کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ برخه مدیر هم پاتی شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments