حمدالله محب: طالبان به په غیرې انساني کړنو خپلو موخو ته ونه رسیږي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کابل ښار د هغې پيښې د ټپیانو لیدو ته ورغلی و، چې د یکشنبې مازیګر یوې چاودنې کې ژوبل شوي وو.
دغه چاودنه چې د کابل برکي څلورلارې کې رامنځته شوې وه.
محب په روغتون کې د ټپیانو د لیدو په مهال خبریالانو ته وویل، چې د افغانانو دښمنان به په داسې غیر انساني کړنو او بريدونو په ترسره کولو سره به هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسيږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments