حمدالله محب د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی

comments 0

هندوکش ـ کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طلوع تلویزیون سره په مرکې کې چې تر اوسه یې یواځې یوه برخه خپره شوې، ویلي دي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.
ښاغلي قریشي د مرکې په یوې برخې کې ویلي چې د داعش په شان ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.
ښاغلي محب په ټویټر کې لیکلي، “طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تشدد ډک عملیات پیل کړي. مونږ پوهیږو چې هغوي څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر ندی، یا نادان دی او د هغوي (طالبانو) سره یو لاس دی. ښایي هغه دا هم رد کړي چې اسامه (بن لادن) د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو.”
بل پلو بیا د پاکستان د سنا د مجلس یو پخواني غړي او سیاستوال افراسیاب خټک د شاه محمود قریشي مرکې ته په غبرګون کې په کنایې ویلي چې “ولې باید طالبان د بهرنیو چارو وزیر ته اړتیا ولري. هغوي وار د مخه یو لري. ”
ښاغلي خټک همدارنګه لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان بې طرفي هیڅکله اعتبار نه درلود خو اوس دا ادعا هم ایسته واچول شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments