حلیم فدايي: له طالبانو د غچ اخیستلو لپاره دې بې دندو ځوانان د امنیتي ځواکونو لیکو کې ځانونه جذب کړي

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د پکتیا والي حلیم فدايي د لوګر وړمې شپې موټر بم برید غبرګون کې ویلي، د لوګر او هرې تروریستي پېښې غچ داسې اخیستل کيږي چې کوم ځوانان دندې نه لري، ملي فوځ ته دې لاړ شي چې نظام او جمهوریت غښتلی شي”
هغه له علماءو کرامو هم غوښتي چې د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په څېر د خوارجو او ترهرګرو څېره رسوا کړي”
د لوګر مرکز پل عالم کې د تېرې شپې موټر بم برید له وجې ۱۱۰ تنه ټپیان او ۲۶ تنه شهیدان شوي، د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو دا ډول پېښو مسوول طالبان دي.
عمران احمدزی

Comments