حقاني مدرسه طالبانو د سولې اجازه نه ورکوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د حقانې مدرسه وايي، طالبانو ته يې د سولې په مذاکراتوکې د ګډون مشوره نه ده ورکړي.
د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼې سره مرکه کې د حقاني مدرسې مشر مولوي سميع الحق هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی طالبان سولې ته بللي.
پاکستاني علماو دغه خبرونه په ټولنيزو رسينو کې هم رد کړي چې، د افغانانو له
پراخ غبرګون سره مخ شوې او پاکستانې علما يې د پاکستان د استخباراتو ګوډاګيان او دوه مخي ياد کړي.
د حقاني مدرسه دغه خبرونه په داسي حال کې ردوي چې د پاکستاني علماو يو لوړ پوړي پلاوي د اندونيزيا په سولې کنفرانس کې پر طالبانو غږ کړی چې له جنګه لاس واخلې او د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کيني.
دادان وزیري

Comments