حضرت علي: د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان ثبتوم خو پرې باور نلرم

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ولسي جرګې کې د ننګرهار خلکو استازې او د ولسي جرګې راتلونکو ټاګنو ته کاندید حضرت علي وایي چې په انتخاباتو خلک بې باوره شوي او پکې ونډه اخیستو ته زړه ښه نه کړي
نوموړي چې خپل د کاندیداتوري اعلانولو پر مهال ننګرهاریانو ته خبرې کولې ووېل،له پاکستان څخه سلګونه زره جعلي تذکرې ننګرهار ته راوړل شوې دي.
هغه پر سټيکر لګولو هم نيوکه وکړه او هغه يې هم تر ډېره شفافه پروسه ياده نکړه . نوموړي ادعا وکړه، چې له پاکستانه جعلي تذکرې راځي او دلته پرې سټيکرې لګول کېږي.
حضرت علي سره دا اندېښنه ده که د جعلي تذکرو مخه ونه نيول شي؛ ښايي، يوازې جلال اباد ښار کې چې يو ميليون په شاوخوا کې نفوس لري، د درې ميليونه نه زياتې رايې ورکارول شي.خو حضرت علي په دې اړه اسناد او شواهد رسنيو ته وړاندې نه کړل.
د نوموړي په وينا، که پروسه همداسې روانه وي، نو د خلکو بې باوري به هم زياته شي او لرې نه ده، چې څوک په راتلونکو انتخاباتو کې برخې اخیستو ته زړه ښه نه کړي.
خو په ورته وخت کې په ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مشر ذبيح الله وګړی وايي، چې دلته د انتخاباتو د نومليکنې پروسه په بشپړه روڼتيا روانه ده او هېڅ درغلي په کې موجود نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګې کې تردې وړاندې هم وکیلانو له شواهدو پرته ډیرې تورونه پورې کړه خو پر دې بریالي شوي نه دې ترڅو شواهد وړاندې کړي.
د ډیرو په وینا اوسمهال وکیلان کمپاین په موخه داسې څرګندونې کوي حال دا چې هیڅ ډول شواهد په لاس کې نلړي او نه هم وړاندې کولاې شي.
فرهاد شهراني

Comments