حصارک کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د پوځ مسوولین وایي د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو ۷ طالبان وژلي .
په ختیځ کې د۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري وایي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار حصارک ولسوالۍ په دواب سیمه کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۷ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .
په دې وروستیو کې د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات پيل شوي چې طالبان یې تر سخت فشار لاندې نیولي او زیاته مرګ ژوبله یې وراړولې.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply