کول حشمت خان د ملي پارکونو په لیست کې اضافه شو

comments 0

هندوکش – کابل : د کرنې وزیر اسدالله ضمیر تیره ورځ د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې سره په یوې ناستې کې وویل چې د کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې ملي اداره د شنو سیمو زیاتوالو په موخه له تیر یو کال راهیسې د شنه کمربند تر نوم لاندې یوه برنامه په لاره اچولې چې کابل ترڅنګ شپږو ولایاتو کې اوس مهال روانه ده.
نوموړي زیاته کړه چې د کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې ادارې ترمنځ هوکره لیک شوې چې له مخې یې د حشمت خان کول څلورم ملي پارک نومول شوې دې.
نوموړې وایې چې حشمت خان کول ته نژدې ډیرې ځکمې د ځمکو غاصبینو لخوا غصب شوي ول چې ددغه وزارت په هڅو بیرته له غاصبینو ونیول شول.
د یادونې وړ دې چې تردې مخکې امیر بند، شاه فولادي دره او د بدخشان واخان ډریو ملي پارکونو په منځ کې ول چې اوس مهال حشمت خان په کابل کې دغو پارکونو په لیست کې شامله شوه.

عبید رادپور

Comments

Leave a Reply