حسین حقانی: پاکستان دی اومې پیړۍ فکر لري

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر وایي له پاکستان سره د امریکا تشویقي مرستو نتیجه نه ده ورکړې او اوس هغه وخت راغلی چې امریکا د افغانستان په اړه په خپلې نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار وارد وکړي د طالبانو مشران اوس هم په پاکستان کې دي او له هغه ځایه د افغانستان پر خلاف عملیات رهبري کوي
نیویارک تایمز ورځپاڼې ته په یوې لیکنه کې امریکا متحدو ایالتونو لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، د ۲۱مې پېړۍ امریکا له داسې پاکستانیانو سره خبرې کوي چې د اوومې پېړۍ فکر لري.
نیویارک تایمز نه په خپور شوي دغه تحلیلي مطلب کې د حسین حقاني له خولې ویل شوي چی :د افغانستان په اړه د امریکا نوې کړنلاره باید د پاکستان پرضد د پخوا پرتله پر سخت دریځ راټوله وي.
حقاني په لیکنه کې زیاتوي چې، د طالبانو مشران په پاکستان کې له خپلو خوندي پټنځایونو عملیات کوي. هغه ویلي، د سپټمبر د یوولسمې نېټې له پېښې را په دې خوا د امریکا له خوا پاکستان ته ورکړل شويو امتیازاتو اسلام اباد نه دی هڅولی چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې ولسمشر ټرمپ بدیله لار ولټوي.
نوموړې وایي، پاکستان دې د امریکا له نظامي ټکنالوژۍ بې برخې او له دغه هېواد سره دې مرسته کېدونکې پیسې د طالبانو پرضد وکاروۍ . حقاني دغه راز ټینګار کوي چې په پاکستان کې د طالبانو پر ملاتړو افرادو او بنسټونو دې بندیزونه ولګېږي او د پاکستان له راګډولو پرته دې له طالبانو سره خبرې وشي.
د نوموړې څرګندونې په داسې حال کې ویب پاڼې کې خپور شوې چې امریکا هم اوس مهال دغې نتیجه ته رسیدلې چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې په مبارزې کې امریکا ترڅنګ یو ښه ملګړې نه دې پاتې شوې.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply