حسین حقاني: پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو ملاتړ کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: په امریکا کې میشت د پاکستان پخوانې دیپلومات وایي چې پاکستان افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي او افغانستان کې له ترهګرو ملاتړ کوي.
امریکايي رسنیو سره په خبرو کې نوموړي په ډاګه کړه چې امریکا په دې هڅه کې ده چې افغانستان کې یو پیاوړې حکومت جوړ کړي خو پاکستان یې پر وړاندې ښند جوړوي.
ددغه دیپلومات په وینا، پاکستان هڅه کوي هند سره رقابت وکړي خو امریکا افغانستان کې ترهګر ځپي.
نوموړي په خبرو کې زیاته کړه، پاکستان له یوې خوا ځان په اور وژنې په ډله کې ولاړ بولي او له بلې خوا افغانستان کې شته اور او جګړې ته لمن وهي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم یاد دیپلومات او امریکا کې میشت سیاسی شنونکي (حسین حقاني) ویلي وو چې پاکستان افغانستان پر وړاندې دوه مخې سیاست مخته وړي او افغانستان کې د امریکا سیاسي او اقتصادي برناموو پر وړاندې ښند جوړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply