حسرت: که وسله وال طالبان امنیتي ستونزې جوړې نکړي، مچلغو بند به ژر بشپړ شي

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیا ولایت چارواکي وايي که د دولت وسله‌وال مخالفان، په امنیتي لحاظ ستونزې جوړې نه‌کړي، د “مچلغو” بند د رغونې چارې به ژر بشپړې شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په ۱۳۹۶ل کال کې ویلي وو چې د دغه بند رغونه به په درېیو کلونو کې بشپړه شي.
خو د پکتیا د والي ویاند وویل، په احمدابا ولسوالۍ کې د دغه بند د رغونې د چارو بشپړېدل لږترلږه دوه نور کلونه وخت غواړي.
عبدالله حسرت د دغه بند د رغونې په وړاندې لوی خنډ امنیتي ستونزې وبللې.
هغه زیاته کړه: “که وسله‌وال مخالفان امنیتي ننګونې ورته جوړې نه‌کړي، د بند کارونه به چټک پر مخ لاړ شي. د اوبو د مدیریت په برخه کې چې کومې پروژې پلې کېږي او چې بیا باالخصوص هغه اوبه کوز (پاکستان) ته ځي، زموږ برداشت دا دی چې حتماً به ورته امنیتي مسایل پیدا کېږي.”
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د مچلغو بند له جوړېدو سره به د پکتیا تر ۲۳۰۰ هکټارو زیاته ځمکه خړوبه او ۸۰۰ کیلو واټه برښنا توليد شي.
تر اوسه د مچلغو بند د سروې، ډیزاین او رغونې تړونونه له بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک شوي، خو دغه بند لاهم ګټې اخیستنې ته نه‌دی چمتو شوی.
د دغه وزارت په حواله، افغانستان ۵۰ میلیارد متر مکعب سطحي اوبه لري چې یوازې‌یې په افغانستان کې له ۲۲ میلیارد متر مکعب څخه استفاده کېږي او پاتې نورې اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.
عمران احمدزی

Comments