حزب احرار په پاکستان تازه عملیات اعلان کړل

comments 0

هندوکش – پاکستان: د حزب احرار ډلې ویاند وایي، د مفتي شمریز په نوم پيل شوو عملیاتو کې یي ۱۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د حزب احرار ویاند وایي تېره ورځ یي د بلوچستان په زله مستونګ کې پر پاکستاني پوځ برید کړی چې لس پوځیانو ته یي مرګ ژوبله اړولې ده .
د دغې ډلې ویاند وایي، تېره ورځ یي په دېره اسمعیل خان کې پر پولیسو برید کړی چې د حوزی یو امر په ګډون یي پنځه پولیس وژلي دي.
مفتي شمریز هغه اسلامپاله پاکستانی دی چې په لومړي ځل یي په پاکستان کې د جهاد اعلان وکړ او بیا د پاکستان پوځ له لورې ووژل شو.
دادان وزیری

Comments