حامد کرزې: نوي استراتیژي کې امریکا د سولې پرځای د جګړې پر پراخېدو ټینګار کړی

comments 0

هندوکش – کابل: حامد کرزي افغانستان په وړاندې د ولسمشر دونالد تړمپ له نوي استراتیژي نیوکه کړې.
نوموړې وایي، چې د امریکا په نوې ستراتیژي کې د سولې پرځای د جګړې پر پراخېدو ټینګار شوی.
حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کړی او غندلی یې دی.
نوموړی زیاتوي، د افغانانو غوښتنه په هېواد او سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت دی، نه د جګړې د اور پراخیدل او د وژنو او ورانیو حالت.
هغه زیاته کړه چې؛ امریکا دې باید په افغانستان او سیمه کې هڅه وکړي، چې د خبرو او سوله ییزو هڅو له لارې جګړه پای ته ورسوي.
دی غواړي، چې د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژی په اړه خپل بشپړ دریځ وروسته څرګند کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply