حامد کرزی: امریکا افغانستان کې غلطه استراتیژي پلي کوي.

comments 0

0 Views

هندوکش – ترکیه: دترکیي تلویزیونې شبکې سره په یوې مرکې کې حامد کرزې د افغانستان پخواني جمهور ریس امریکا او ناتو نه په کلکه نیوکه کړې.
دغې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې حامد کرزي ویلي دي چې امریکا او ناټو دې د ځواکونو د زیاتولو پر ځای پر خپلو ستراتېژیو غور وکړي او افغانستان دې د نیابتي جګړو په ډګر نه بدلوي. نوموړی چې د امریکا پر سیاستونو جدي نیوکه کوله زیاتې کړه د امریکا له پوځي حضور سره سره په افغانستان کې ترهګري نوره هم پیاوړې شوې او باورمند یم چې دا هېڅ ګټه نه لري، دا د امریکا ستراتېژي ده چې باید بدله شي، دا د دوی فکر دی چې باید بدل شي او که واقعاً دوی له موږ سره صادق وي باید خپله تګلاره نوره بدله کړي.”
نوموړې د امریکا استراتیژي غلطه بلي او وایي چې د امریکا غلطې ستراتېژۍ د دې لامل شوې چې افغانستان له بل هر وخته ډېر ناامنه شي، ترهګرې ډلې پیاوړې او حتی ځينې نوې ډلې لکه داعش د دوی تر سترګو لاندې سر راپورته کړي.
دغو نیوکو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا په هغه استراتیژې چې داعش ډلې په اړه د امریکا پر چوپتیا څرګندوي وویل: “ترهګري د امریکا په موجودیت کې پراخه شوې او د داعش په څېر ځينې نورې تازه ډلې هم جوړې شوې دي، کله چې داعش ډله را پیدا شوه او د ننګرهار ولایت په ګډون د افغانستان کلیو ته لاړه هلته یې ډېر وحشت وکړ، خلک یې ووژل، له کورونو یې و ایستل او ګڼ نور جرمونه یې ترسره کړل، امریکا یې یوازې ننداره کوله او هېڅ یې ونکړل، دارنګه خلک وایي چې داعش د هوا له لارې اکمالېږي، باید له امریکا پوښتنه وشي چې دا هليکوپټرې د چا دي، ځکه هوایي حریم د دوی په کنټرول کې دی او که یې مخه نه نیسي، نو دا په دې مانا ده چې دوی یې ملاتړ کوي.”
حامد کرزی دغې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې یو ځل بیا وړاندیز وکړ چې امریکا باید د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په اړه ګډ کار وکړي او دې هېوادونو ته دې ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کېږي، ترڅو افغانستان نور د سیاليو په ډګر بدل نشي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوموړې دوه لورې سیاست( ښه او بد لید لور) امریکا پر وړاندې تردې مخکې هم سختې نیوکې ترسره ګړي وه چې کله به یې امریکا د افغانستان استراتیژیک ملګړې بله او کله به یې امریکا د افغانستان ستر دښمن بله.
لمر آشنا

Share this page to Telegram

Comments