حافظې لپاره ځانګړي خواړه

comments 0

د حافظې په غښتلتیا هر روغتیاپوه ټینګار کوي. وايي، د چا چې حافظه غښتلې وي، د ژوند ټولې لارې چارې یې برابرې وي. خو که څوک غښتلې حافظه ونه لري، په ټولنه کې ورسره د سالمو دماغو د خاوند په څېر سلوک نه کیږي. په دې انسان کې نور هیڅ ډول کمښت نه وي، خو د کمزورې حافظې له امله له ډېر څه بې برخې وي.
دمخه به د حافظې د غښتلتیا لپاره ګټورې درملنې نه موندل کېدې ځکه د انسان د دماغو تشخیص به ګران ؤ. اوس چې نوې ټکنالوژۍ پرمختګ کړی، هم د انسان د دماغو تشخیص په اسانۍ سره کېدای شي او هم یې درملنې زیاتې شوې دي.
روغتیاپوهان مخکې له دې چې کوم انسان ته د حافظې کمزورتیا محسوسه شي، د بدن د نورو مرضونو د درملو تر څنګ د دماغو د غښتلتیا درمل هم ورکوي، او د هغه څه د خوراک وینا ورته کوي چې د انسان حافظه غښتلې کوي.
د دې لپاره چې ژوند مو د ټولنې په منځ په سالمه توګه تېر شي، پکار ده چې د روغتیاپوهانو مشورې په نظر کې ونیسو او خپله حافظه غښتلې کړو.
د روغتیاپوهانو د څېړنو له مخې، هغه کسان چې په منځمهاله عمر کې سابه او مېوه وخوري، نسبت نورو کسانو ته یې حافظه غښتلې وي، او ډېر کم دا کړنه ترسره کوونکي کسان به ولیدل شي چې د حافظې له کمزورتیا سره مخ شوي وي.
روغتیاپوهان وايي، دوی د خپلو څېړنو په ترڅ کې د ٢٨ زرو نارینو روغتیایي حالت د دوو لسیزو په موده کې څارلی دی.
څېړنملانو ته ثابته شوې چې د سبزیجاتو، مېوو او نورو خوراکي توکو مصرف کوونکو د دوی پوښتنې په مناسبه توګه ځواب کړې دي، اوهم د حافظې له معاینو څخه دا په لاس راغلي چې څوک تازه سبزي او مېوه خوري، هغه د غښتلې حافظې خاوندان وي.
روغتیاپوهانو له ۲۵ کلنۍ نیولې تر ۸۵ کلنې عمر خاوندانو پورې معاینې کړې او دا په لاس ورغلې چې د سبزیجاتو او مېوو خوړونکو کسانو حافظه تر ډېره کار کوي.

Comments