جیمز مټېس هندي چارواکو سره د افغانستان پر مسئلې خبرې کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: د امریکا دفاع وزیر چې اوسمهال هندوستان کې یوه رسمي سفر په لړ کې وخت تیروي تاکل شوې ده هندي چارواکو سره نن افغانستان پر مسئلې خبرې وکړي.
هندي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې داسې اتکل کیږي چې مټېس له هنده وغواړي ترڅو افغانستان ته پوځیان واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ له هنده غوښتي وو چې افغانستان کې خپل پراختیایې شتون لا ډیر کړي.
هند تردې دمه افغانستان کې بیا رغونه برخه کې مهمه ونډه درلوده چې، تر اوسه پورې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې، ۳ ميلیارده ډالر مرسته کړې ده.
هند ته د مټېس سفر به درې ورځې وي چې ویل کیږي افغانستان مسئلې سربیره نورو مسایلو باندې به هم خبر وشې.
خو بلخوا پنتاګون نه په خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزیر به په افغانستان کې د ولسواکۍ، ثبات او سوکالۍ لپاره د هند رول وستايي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply