جګړې پر کانونو پانګونه زیانمنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د کانونو د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي لپاره د عمل پر پلان یوازې خبرې شوي.
د کانونو او پترولیم وزارت ويلي، د کانونو د غیر قانوني کیندنې د مخنیوي لپاره د محافظت کمېټې په تازه غونډه کې د ۱۳۹۸ کال لپاره د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق د مخنیوي برخه کې د عمل په پلان یوازې خبرې وکړې.
د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ویلي، په تېرو څو کلونو کې د جګړې او نا امنیو له امله د کانونو غیرقانوني کیندونو په یاده برخه کې سیستماتیکه پانګونه اغېزمنه کړې ده.
خو نیوکې دا دي چې د تیرو اوولس کلونو راهیسې یوازې خبرې او غونډې کېږي چې د عمل هېڅ څرک نه لیدل کېږي.
خلک باور لري چې تر اوسه هېڅ چارواکي د افغانستان لپاره کار نه دی کړی او یوازې خپل معاشونه اخلي او هېواد د بحران په لور روان دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments