جګړې تر ټولو زیات ماشومان اغیزمن کړي

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د اړمنو انسانانو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو ويلي، افغانستان کې د اړمنو انسانانو ۶۰ سلنه یې ماشومان جوړوي چې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یا یونېسف تیره ورځ له افغان حکومت سره یو ګډ ورکشاپ پیل کړ، چې د ماشومانو د خونديتوب او مصونیت تګلاره جوړه کړي.

د یونیسف ادارې په وینا، په دې پروګرام کې به پر داسې لارو چارو خبرې وشي چې د افغانستان د شرایطو مطابق په بېړنیو حالاتو کې له ماشومانو سره مرسته وکړي.

نا امني، کار ته د ماشومانو اړ ایستل، جبري ودونه، له ماشومانو سره جنسي زیاتی او ناسمه ګټه د ماشومانو پر وړاندې څو عمده ستونزې دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments