جوګیانو ته تذکرې ویشل کیږي

comments 0

هندوکش – بلخ: افغان حکومت کوښښ کوي چې د جوګي لګکي قوم ته د تابعیت تذکرو لومړنۍ چارې پيل کړي.
د افغانستان د وګړو د ثبت او احوال ادارې مشر همایون محتاط وایي، چې په تېرو کلونو کې د دغو خلکو غوښتنې ته ځواب نه دی ویل شوی؛ خو اوس کوښښ کوي چې دوی ته د تابعیت ورکولو لومړني کارونه چټک شي.
په بلخ کې میشت جوګي خلک له حکومته غواړي چې د افغانستان د وګړو اساسي حقونه دې ورکړل شي.
دغه خلک کولای شي چې رایه ورکړي؛ خو نشي کولای په هېواد کې ځمکه او یا هم جایداد ولري.
عاطفه مصمم

Comments