جوزیف ډنفورډ: پاکستان د افغانستان او د دغه هېواد د امنیت لپاره کلیدي دی

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکایي او بهرنیو پوځیانو عمومي قوماندان له امریکا غوښتي چې افغانستان ته ډیر سرتیری واستوي.
د امریکا لوی درستیر چې د دوشنبې شپه پریس کلب ته وینا کوله وویل: د افغانستان نا امني تر هغې مچې زیاته ده چې امریکا فکر کوي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتوالی د جنوبي اسیا لپاره د هغې سټراټيژۍ یوه برخه ده چې د عسکرو تر زیاتوالي یې ابعاد پراخ دي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز د افغانستان او پاکستان په اړه د خپل هېواد د سټراټيژۍ په اړه داسې وویل:
نوموړې د امریکا استراتیژي افغانستان او پاکستان پر وړاندې وویل چې : زه فکر کوم پاکستان د افغانستان او د دغه هېواد د امنیت لپاره کلیدي دی. د دې یقیني کول سخت کار دی چې حقاني شبکه او وسله‎وال طالبان په جنوبي اسیا کې کوم امن پټن‎ځای نه‎لري او د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله هم امن ده. خو په دې خبرې باور کول چې د افغانستان او پاکستان تر منځ مؤثرې سیاسي او پوځي اړیکې موجودې دي، دا یوه باوري لار ده چې موږ ته دا اجازه راکوي څو بریالي و اوسو.”
نوموړې په داسې حال کې د امریکا متحده ایالاتو استراتیزي د عسکرو زیاتولو لپاره هر اړخیزه وبلله چې تر دې وړاندې د امریکایي پوځیانو عمومی قوماندان هم دا مسله د بریا لاره بللې وه.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور ریس دونالد تړمپ افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سرتیرو ډیرولو واک بیا د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ته سپارلې دې.
اوس مهال افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي عسکر شتون لري چې ډیرې یې افغان امنیتې او دفاعې ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي.
وحید امان

Comments

Leave a Reply