جوزیف ډانفورد: د سیمې د هیوادونو له همکارۍ پرته افغانستان کې ستونزې نه شي حل کیداې

comments 0

هندوکش – امریکا: یوې غونډې کې وینا پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوې درستیز جوزیف ډانفورد ویلي چې د افغانستان ستونزه د سیمې هیوادونو له همکارۍ پرته شونې نه ده.
نوموړې چې یوې غونډې ته کلفرونیا کې خبرې کولې وویل؛ چې امریکا باید پاکستان دې ته چمتو کړي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي.
د نوموړي په وینا: په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدل د پاکستان له همکارۍ پرته سخت کار دی، نو له همدې امله د ټرمپ نوې پالیسي یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ د ادارې زیاتره مشران په دې باوري دي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی کوي او له دې لارې خپلې ګتو ټه لاسرسې پیدا کوي.
تردې وړاندی د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې پاکستان د حقاني او لشکر طیبې شبکې ملاتړ کوي او دغو ډلو ته یې پاکستان دننه پتنځایونو ورکړي دي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply